د بدخشان ولايت په یو شمیر ولسوالیو کې د ۱۴۰۰ د کانکور د بایومیټریک لړۍ پیل شوه

پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو د دولسم ټولګيو زده کوونکو د معلوماتو او بایومټریک د ثبت پروسه رسما د کانکور د آزموینې حوزې مسوول محمد طاهر خپلواک، د پوهنې رئیس، ډاکټر روح الله محقق او یو شمیر نورو چارواکو په شتون سره پیل شوه.
د پوهنې رئيس ډاکتر روح الله محقق د کانکور آزموینې پلاوي او کاندیدانو ته ښه راغلاست وویل زیاته یې کړه، چې د کانکور آزموینه د ځوان نسل او زده کونکو لپاره خورا اړینه ده، چې د آزموینې په ډګر کې زده کوونکي زغم او آرام فکر ته اړتیا لري ترڅو د خپلې خوښې څانګې ته بريالي شي.
نوموړي د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې هڅه وکړي چې سږکال د کانکور په آزموینه کې ټول نوماندان برخه واخلي.
همدارنګه د کانکور آزموینې د بورډ رئيس، د پوهنې ریاست د مشرتابه له همکاریو د مننې تر څنګ د کانکور آزموینې له ټولو نوماندانو څخه وغوښتل چې حوصلې او بشپړ نظم سره په آزموینه کې برخه واخلي او د آزمویني ټول اصول او شرایط په پام کې ونیسي.