د کونړ پوهنې ریاست ته د دیني زده کړو درسي کتابونه ورکړل شول

media-moe
Tue, May 25 2021 8:55 PM
د کونړ پوهنې ریاست ته د دیني زده کړو درسي کتابونه ورکړل شول

پوهنې وزارت، کونړ : د پوهنې وزارت له لوري د کونړ ۴۴ دیني مرکزونو ته د نوي نصاب ۴۹۲۸۰ ټوکه درسي کتابونه ورکړل شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د کونړ ولایت مرکز اړوند د شهید محمد هاشم منیب دارالعلوم کې جوړه شوې وه، د کونړ والي محمد اقبال سعید د پوهنې وزارت د دغه اقدام ستایلو ترڅنګ، له دیني عالمانو او زده کوونکو وغوښتل چې د هېواد ساتنې او د ټولنې د پرمختګ په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د کونړ والي وویل: شته پرمختګونه د اوسني نظام له برکته دي، که نظام تقویه کړو نور پرمختګونه به هم رامینځته شي.

نوموړي زیاته کړه، چا چې علم ترلاسه کړ د هېواد او ټولنې پر وړاندې یې مسوولیتونه څو برابره زیاتېږي، نو په کارده چې د ټولنې ټول قشرونه لاس یو کړي او د هېواد له شته کړکیچه را بهر کړو.

همدارنګه د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد وویل، د افغانستان د اسلامي زده کړو دغه نوی نصاب د سیمې او نړۍ په کچه پرمختللی نصاب دی، د افغانستان او اسلامي نړۍ لویو عالمانو په مشورې او تر نظر لاندې ترتيب شوی دی.

هغه وویل، دغه کتابونو سره به د دیني زده کړو، مرکزونو ستونزه هواره شي او د ښوونځیو لپاره د کتابونو راجلبولو هڅې به جاري وساتي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS