د پوهنې وزارت اړوند د شمال حلقې د تعلیم اوتربیې مسؤلینو لخوا په بلخ ولایت کې ښوونیز او روزنیز علمي سمینار ترسره شو.

media-moe
Wed, Sep 15 2021 11:47 AM
سیمینار علمی و میتودیکی تعلیمی و تربیتی در ولایت بلخ دایر گردید

د روان ۱۴۴۳ هــ ق کال د صفرالمظفر په میاشت کې دشمال حلقې دتعلیم اوتربیې مسؤلینو دبلخ ولایت ته سفر وکړ، یاد ولایت ته له رسیدو سره سم دشمال حلقې مسؤل مولوي بسم‌الله (نعماني) او دیادې حلقې غړي او اداري مسؤل انجینر صلاح الدین (سعید) په ابتکار د دې ولایت په مزارشریف ښار کې د یاد ولایت دتعلیم او تربیې مسؤلینو ته دوه ورځنی ښوونیز اوروزنیز علمي سمینار چې د صفرالمظفر په ۶مه نیټه پیل او په ۸مه نیټه پای ته ورسیده ترسره شو.

په یاد سمینار کې دبلــــخ ولایت دتعلیم او تربیې د رئیس او معاون په ګډون دټولو ولسوالیو د تعلیم او تربیې مسؤلینو او معاونینو برخه اخیستې وه.

په یاد علمي روزنیز سمینار کې لاندې موادو باندې بحث او څیړنې وشوې لکه:

۱ــ دسمینار په تړاوو هدایات، لارښونې، طرزالعملونه، دمسؤلینو مکلفیتونه اوداسې نور..

۲ـ اداره، مدیر، د مدیر مسؤلیتونه، مدیریت او دمدیریت دندې لایحه، لایحه وظایف، طرزالعمل، پلان، اوږد مهاله پلان او لنډمهاله پلان اوداسې نور...

۳ـ اداري مواد لکه: مکتوب او محتوا، پیشنهاد، استعلام، د صادرې کتاب، د واردې کتاب، د عوایدو کتاب، د مصارفو کتاب، د اجناسو او وسایطو کتاب، د معاینې کتاب، رسیدات، دشاګردانو داندراج کتاب، دشاګردانو او استاذانو حاضري او داسې نور رسمي کتابونه...

۴ـ د تعلیم او تربیې د ادارې مربوطه کتابونه او جدولونه لکه: د دیني مدارسو دثبت کتاب، د دارالحفاظونو دثبت کتاب، د مکاتبو د ثبت کتاب، د تعیناتو کتاب، د امتحاناتو د درجاتو د ثبت جدولونه، د کامل‌الحفظ طـ البـانو دثبت جدول، دکامل الحفظ د داخلې فارم، د دیني مدارسو د طـ البـانو د داخلې فارم اوداسې نور...

۵ـ د دارالحفاظونو طرزالعمل، د کلیوالي مدارسو طرزالعمل، د دارالایتام طرزالعمل، د ښونځیو طرزالعمل او فوق‌العاده مبلغ د توزیع طرزالعمل او نور...

یاد سمینار چې درې ورځې یې دوام درلود، ټول درسونه او اجنډا یې په پنځوو کټګوريو ویشل شوي وو لکه:

۱ـ دسمینار په پیل او پای کې دآزموینې اخیستل.

۲ـ په ګډونوالو ګروپي او عملي کار کول.

۳ـ د سمینار د موادو او موضوعاتو تفصیلي تشریح کول د مسؤلینو لخوا.

۴ـ په سمینار کې د اداري موادو د تطبیق لپاره د ګډونوالو په ملتیا ادارې جوړول او عملي کار پرې سرته رسول.

۵ــ د درس په جریان کې ګډونوالو ته د تفریح لپاره وخت ورکول.

همداراز دسمینار ټولو ګډونوالو ته روزانه د اعاشې (طعام) او د نقلیه وسایطو د کرایې په خاطر د نقده مبلغ انتظام هم په پام کې نیول شوی وو، یاد سمینار د یو تن جید عالم لخوا د دعایه په مبارکو کلماتو ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS