د لوګر د برکي برک ولسوالۍ ۱۷۳ ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي

media-moe
Mon, Feb 14 2022 10:27 AM
د لوګر د برکي برک ولسوالۍ ۱۷۳ ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي

    د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ پورې اړوند د ۴۲ ښوونځيو د ۱۷۳ ښوونکو د روزنې لړۍ پيل شوه.

 د يادې روزنيزې دورې د پيل په مراسمو کې،چې د غازي امين الله خان لوګري لېسې په جومات کې جوړه شوې وه تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام، د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مدير ښوونمل قاري محمد يعقوب اورمړ، د پوهنې آمر مولوي خان وزير خاکسار او ښوونکو برخه اخيستې وه.


دا لس ورځنۍ روزنه، د پوهنې رياست د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مديريت د ښوونکو د علمي او مسلکي سويې د لوړولو په هدف ورکوي.

 
په دغه روزنيزه لړۍ کې، ښوونکو ته د کيميا،بيولوژي،فزيک،ساينس او رياضي مضمونونو د تجربو په برخه کې عملي زده کړې ور کول کېږي.


 د لوګر د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام د يادې روزنې د پيل پر مهال وويل،چې د ساينسي او رياضي مضمونونو د ښوونکو د علمي او مسلکي سويې د لوړولو لپاره يې ډېر ګټور روزنيز پروګرامونه پيل کړي دي. 


هغه زياته کړه،چې د يادو روزنيزو پروګرامونو له پيله تر اوسه ۶۵ ښوونکي روزل شوي، ۲۲۳ د روزلو په حال کې دي او ۳۰۰ نور به هم وروزل شي. 


تدريسي مرستيال،د ښوونکو لپاره دا روزنيز پروګرامونه ډېر ګټور وبلل او له ښوونکو يې وغوښتل، چې ترې ښه ګټه پورته کړي.


له بل لوري، د دغې روزنيزې دورې ګډونوال ښوونکي هم دغه روزنيزه دوره ډېره ګټوره بولي خو وايي که په راتلونکي کې دغه ډول پروګرامونه جوړيږي نو بايد اوږد مهاله وي.


دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم  ۶۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکي د ظرفيت لوړونې روزنه تر لاسه کړې ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS