د تحقیقاتو ریاست
د پوهنې وزارت د تحقیقاتو ریاست د رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب صاحب لنډ ژوند لیک
د پوهنې وزارت د تحقيقاتو رئيس محترم مفتي محمد يوسف ثاقب صاحب د سخي داد صاحب زوی، په ۱۳۶۴ هـ ش کال کې د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د بنوزيو په کلي کې زېږيدلې دی.
لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په مسجد او منځنې زده کړې یې دهیواد او دارالهجرت په مختلفو مدارسو کې ترسره کړېدي. په ۱۳۸۹ هـ ش کال په مظهر العلوم مدرسه کې د شيخ الحديث و التفسير حمدالله جان داجوی رحمه الله تعالی په مبارکو لاسونو ورته له دیني علومو څخه د فراغت پګړۍ ور په سر کړای شوېده او په ۱۳۹۷ هـ ش کال یې د اسلامي نړۍ په ستر علمي مرکز( دارالعلوم حقانیه) کې په فقه او قضاء کې تخصص ترسره کړیدی .
محترم مفتي صاحب له دیني علومو څخه تر فراغت مخکې او وروسته له خپلو ملګرو سره یوځای د بغلان،لغمان او ننګرهار په ولایتونو کې د امریکايي اشغال په وړاندې زیات جهادي فعالیتونه سرته رسولي دي، د بغلان په ولایت کې یې فعاله جهادي ډلګۍ درلوده او همدارنګه یې د اسلامي امارت په چوکاټ کې لاندې مسئولیتونه ترسره کړیدي:
۱-د بغلان ولايت د نظامي کمېسيون دغړي په توګه ؛
۲-د بغلان ولايت د نظامي کمېسيون د رئيس په توګه ؛
۳-د لغمان ولايت د نظامي کمېسيون د رئيس په توګه؛
۴-د ختيځو ولايتونو د استخباراتو د محکمې قاضي په توګه؛
۵- د لغمان، کاپيسا، لویدیځ نورستان، پروان او پنجشير ولايتونو د نظامي او احتساب محکمې د قاضي په توګه ؛
۶- د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د ختيځې حوزې د تفتيش د مسئول په توګه.
محترم مفتي محمدیوسف ثاقب صاحب جید دیني عالم، مجاهد،مقرر او مبارز شخصیت دی، تر وړې دورې پوري یې کلونه،کلونه دیني کتابونه تدریس کړیدي، د مجاهدینو په مرکزونو کې څو کاله د شرعي دورو استاد پاتې شویدی او په دري، پښتو، عربي او اردو ژبې روانې خبرې کولای شي.الله تعالی دې د نوموړي ټول خدمتونه په خپل دربار کې قبول او مقبول وګرځوي.آمین.