په ولايتونو کې د پوهنې د ریاستونو مهمو خبري پيښو لنډيز

media-moe
Tue, Apr 05 2022 11:26 AM
سیمینار ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست خدمات وزارت معارف راه اندازی گردید. 

کندوز:
په کندوز ولایت کې د علماو د تثبیت کمېټې په رسمي ډول خپل کار پیل کړـ
 د پوهنې وزارت رهبرۍ په لارښوونه د کندز ولایت د علماوو د ارزونې په موخه د پوهنې ریاست د مشرتابه له‌خوا په دې نوم یوه کمېټه جوړه شوه او رسماً یې خپل کار پیل کړ.
 د یادولو وړ ده چې د عالیې دورې ازموینه په ۱۴ پاسونو اخیستل کیږي او ثانوي دوره چې ۱۲ پاس دی د پوهنې وزارت له‌خوا اخیستل کیږي او عالمیه دوره د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا اخیستل کیږي چې پدې کې د مدرسو، دارالعلومو، دارالحفاظو او ښونځیو ټولګیوال له دغه امر څخه مستثنی او په دې پروسه کې شامل ندي. 

ننګرهار:
د ننګرهار پوهنې رياست اړوند اچين ولسوالۍ کې (۶۲) کليوالي ټولګيو لپاره د (۱۵۵) تنه نارينه او (۲۲) تنه ښځينه ښوونکو چې ټول ټال (۱۷۷) ښوونکي کيږې, ور څخه د اچين پوهنې آمريت او ماشوم ساتنې موسسي لخوا ازموينه واخيستل شوه,

کاپیسا:
کاپیسا ولایت د مقام مرستیال مولوی اسدالله "سنان", د پوهنې رئیس مولوي الحافظ محمد فرید "جواد حقاني" او محمود راقي د پوهنې ښاري آمریت آمر مولوی حمیدالله "حقاني" د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست په مقام کې د دوست هېواد قطر د (سری میاشتی ټولنې) د مشری او مل پلاوي سره یې وکتل.
راغلي پلاوي د کاپیسا ولایت ښوونځیو سره د خپلو تیرو مرستو یادونه وکړه او د راتلوونکو پلانونو په اړه یې د ولایت مقام او د پوهنې ریاست مشرتابه ته معلومات وړاندی کړل.

دپروان:
دپوهنې د ریاست په مسجد کې د پروان ولایت د پوهنې رییس ښاغلي مفتي محمدحسن حقاني له لوري  د قرآن عظیم الشان د تفسیر دوره پیل شوه .

د لوګر:
 لوګر د برکي برک ولسوالۍ اړوند د شاه مزار، ټوپک او تګاب ښوونځيو ته لمري برېښنا او لمري  واټر پمپ فعال شو.

دا کار د پوهنې رياست په هلو ځلو د ژغورنې نړېوالې کمېټې يا د آى.آر.سي په نوم مرستندویه موسسې په مالي لګښت ترسره شوى دى.
د هر ښوونځي لپاره د لمري برېښنا ۱۰ د سولر تختې؛ ۲ د ۱۲۰ امپيره بيټرۍ؛ يو د برېښنا کنترولر؛ يو لمري واټر پمپ؛ د اوبو پيپ او د اوبو يوه ذخيره لري.

د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز پر ياد کار خوښي څرګندوي او وايي،چې په دې کار سره د يادو ښوونځيو د برېښنا او اوبو خېژولو ستونزه هواره شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS