په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې لنډ خبرونه:

media-moe
Thu, Oct 20 2022 9:36 AM
sdfghj

بدخشان:
د دې ولایت د پوهنې په ریاست کې د پوهنې وزارت د پلاوي او د بدخشان د پوهنې د مسوولینو ترمنځ د بدخشان ولایت د ټولو ښوونځیو د وضعیت او شفافیت د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه. او په دې برخه کې یې خپل نظرونه شریک کړل.
لغمان:
د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام بابا ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د پوهنې ریاست د مسوولینو، عامې روغتیا او د سویډن کمیټې په حضور کې ونمانځل شوه.
 د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یونیسف ادارې له مرستو مننه وکړه او د اسلام له نظره یې د پاکوالي پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولینو سره وکتل او هغوی ته یې د پوهنې د وضعیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په یو بل خبر کې:
د WCC موسسې د شکردرې والسوالۍ د پوهنې له آمریت سره یې ورزشي سامانونه لکه: د والیبال او فوټبال توپونه، کرمچ، بلوز او نور د لوبو وسایلو مرستې وکړې.
له بلی خوا:
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمریت د نظارت غړو د مستي چیني لېسې له ادارې سره په همغږي کې له قومي مخورو سره غونډه وکړه او د پوهنې د لا ښه والي په موخه یې نوې ولسي شورا جوړه کړه چې غړي یې ملا امامان او د پوهنې استازي دي.
فاریاب:
د فارياب ولايت د عزيزاباد الحاقیه د پوهنې د مسوولينو د ناروې د کميټې د عمومي منشي او نورو غړو، د سيمې د خلکو او زده کوونکو په شتون کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوې.
  د فارياب ولايت د پوهنې رييس د سويډن کمېټې له مسوولينو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: دغه پروژه د ناروې د کميټې په مالي مرسته او د ښوونځيو د شورا په استازیتوب د ٨٥٠٤٤٠ افغانيو په لګښت د پوهنې ریاست د انجینرۍ ټیم تر څارنې لاندې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
فراه:
د فراه ولايت د جهادي لېسې د څلور نيم مياشتنيو ازموينو پايلې د دغه ولايت د پوهنې د مسوولينو او نورو سيمه ييزو رياستونو په حضور کې اعلان شوې.
له لومړي څخه تر څلورم درجې پورې زده کوونکي په ستاینلیکونو او دیني کتابونو ونازول شول.
کاپیسا:
د ترکیې خیریه موسسې IHH د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د مرکزي یتیم خانې ماشومانو ته د لاسي بکسونو مرسته وکړه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني د يادې ادارې د ستاينې په ترڅ کې د دغه ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
هرات:
د هرات ولایت د پوهنې رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب د استادانو په حضور کي له جامعة الروحانیه، جامعة الاشرافیه، جامعة المحمدیه او جامعة العباسیه مدرسو څخه لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي په یادو بنسټونو کې د ښوونيز نصاب پر تطبيق ټينګار وکړ.
پنجشیر:
د پنجشير ولايت د پوهنې رييس مولانا غلام ایشان حماس له راغلي پلاوي سره یو ځای د دغه ولايت د مرکز بازارک د ولي محمد شهيد ليسې له چارو څخه څارنه وکړه .
د دې لېسې مسوولينو پوهنې رئيس ته د ښه راغلاست پرمهال د دې لېسې پر شته ستونزو او نيمګړتياوو یې خبرې وکړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
بلخ:
 د بلخ ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخېل او ورسره ملګري پلاوي د دغه ولایت د چهاربولک ولسوالۍ پر د ښوونځیو پر مسوولینو یې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو نغدي مرستې ووېشلې او د ښوونځیو له مدیرانو او مسوولینو سره یې هم وکتل. د اداري او تدریسي چارو د ښه والي په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS