د غزني ولایت له دیني مدرسو څخه د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د لیدنو او کتنو لړۍ

media-moe
Thu, Oct 27 2022 9:52 AM
ssdg

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین شیخ الحدیث مولوي سعید احمد شهیدخیل له دیني مدرسو او د مدرسو له مسوولینو سره د لیدنو او کتنو په دوام کې له خپل مل پلاوي  هر یو د خصوصي زده کړو رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي. د دارالعلومو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي او د دغه وزارت د تقنین او پالیسۍ رئیس مولوي محمد رحیم ایوب سره یو ځای د غزني ولایت په مرکز کې د سلطان محمود غزنوي له دارالحفاظ، د حضرت فاروق (رض) جامعې، د حضرت ابوبکر صدیق (رض) عالیه مدرسې او د بهايیه اسلامي مدرسې څخه لیدنه وکړه. په يادو ناستو کې پلاوي د يادو ادارو له مسوولينو، استادانو او زده کوونکو سره یې له نږدې وليدل،د زده کړو په جریان کې یې د نظم او نزاکت د مراعتولو  په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او مسوولينو او استادانو ته يې د پوهنې په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې. د یادو ادارو له استادانو یې وغوښتل، ترڅو زده کوونکي په اسلامي روحیه وروزي
د دغو ناستو په پای کې راغلي پلاوي د ګډونوالو وړاندیزونه، نظریات او ستونزې واورېدې او د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه یې د مرستو ژمنه وکړه.
په دې کتنه کې راغلي پلاوي د ښوونځیو د بیارغونې او د زده کوونکو د اغاشې او اباطې لپاره یوه اندازه نغدي مرسته وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS