د افغان نجونو د زدکړو لپاره برتانیا له افغانستان سره اتیا میلیون ډالره مرسته وکړه

superadmin

 

د برتانیا حکومت وايي، د افغان نجونو د زدکړو سره د مرستې لپاره افغانستان ته اتیا میلیون ډالر ور کوي.

کابل کې د برتانیا سفارت وايي، دا پیسې به نږدې اویا زره افغان نجونو ته د زدکړو زمنیه برابره کړي.

د برتانیا د حکومت په خبره، ټاکلې ده دا پیسې په دوو روزنیزو پروژو کې ولګېږی چې له مخې به یې افغان نجونې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې پرمختګ وکړي.

د دې پروژو له مخې هڅه کېږي چې افغان دولتي ښوونځیو کې د ښوونې رودې او د ښوونځیو چاپېریال لا ښه شي او د زدکړو نور اړوند پروګرامونه پلي شي.

د برتانیا سفارت خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي: دا چاره له افغان نجونو سره مرسته کوي چې ښې دندې ولري، د ځان او کورنیو ملاتړ وکړي او د افغانستان په وده کې ښه رول ولوبوي.

د افغانستان پوهنې وزارت د برتانیا د دې مرستې هرکلی کوي او وايي، چې دا پیسې به د افغان نجونو د ښوونې یوه برخه ستونزې اوارې کړي.

له زدکړو د دوه میلیون د ډېرو نجونو بې برخېتوب

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د حکومت له هڅو سره سره لا هم له دوو میلیون ډېرې نجونې له زدکړو بې برخې ديږ

د دغه وزارت ویاند کبیر حقمل بي بي سي ته وویل: نږدې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه ځي، دا ډول پیسو ته اړتیا شته، د برتانیا مرسته د دې ستونزه یوه برخه اوارولی شي.

برتانیا پر ۲۰۱۳ کال هم له ۶۰ میلیونو ډېر ډالر د نجونو زدکړو ته ځانګړي کړل او د چارواکو په خبره، د هغو پیسو په لګولو سره له څلور لکو ډېرو ماشومانو ته د زدکړې زمینه برابره شوه.

خو افغانستان کې ښوونه روزنه په تېره د نجونو زدکړې لا هم له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

دا په داسې مهال ده چې افغان حکومت روان لمریز کال د ښوونې روزنې کال وباله او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې د روزنې د پیاوتیا لپاره همکاري وکړي.

سرچینه: بي بي سي پښتو