د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Sun, Feb 19 2023 1:44 PM
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

په مزارشريف ښار کې د امام مسلم له مدرسې څخه ۷۰ تنه فاضلان د حدیثو او ۱۷ تنه د قرانکریم د حفظ له دروې څخه فارغ شول د فاضلانو د فارغت په مناسبت یوه لویه پرتمینه غونډه جوړه شوې وه، چې په دې غونده کې د ټولو ادارو استازو، نظامي چارواکو او د سیمې خلکو ګډون درلود. د بلخ د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د دغې دورې فارغانو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د پوهنې د سکتور د ودې په برخه کې د علماوو او خلکو څخه د مرستو غوښتنه وکړه.

همدا راز د بلخ ولايت د پوهنې په رياست کې د مجاهدينو د سویې ازموینې د اخیستلو او د فورمونو د وېشلو په موخه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د ازموينې د طرزالعمل، د کميسيون د غړو د ټاکلو او د مجاهدينو د فورمونو د وېشلو نېټه وټاکل شوه.         د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې هغه مجاهدین چې په تېرو شلو کلونو کې په جهاد کې د ګډون له امله له زده کړو څخه محروم شوي دي او له زده کړو سره لیوالتیا لري د لسم او یوولسم ټولګي د سویې ازموینه دې ترې واخیستل شي او په ښوونځیو کې دې شامل شي.

د بلخ د پوهنې ریاست څخه په یو بل خبر کې ویل شوي، چې د نهرشاهي ولسوالۍ د بابا یادګار ولسوالۍ د آغا محمد فیضي د لومړني ښوونځي د بیارغونې چارې د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي او د اکتید موسسې د استازو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د پوهنې په برخه کې د اکتيد ادارې له اغېزناکو همکاريو څخه مننه وکړه او د پوهنې په نورو برخو کې يې د دغې ادارې د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه.

همدارنګه د بلخ ولسوالۍ د پوهنې د آمر مولوي زړګی فیضاني په مشرۍ د دغه آمریت اړوند د ښوونځیو د مدیرانو او اداري کارکوونکو لپاره د نوي تعلیمي کال د پیل په موخه د چمتووالي غونډه جوړه شوه. او د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د لا اغیزمنتیا د رامنځته کولو په موخه ګډونوالو لازمې لارښوونې وشوې.

په دې وروستيو کې د چهاربولک ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري جمشيد ابوسهيل او د يادې ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر محمد عظيم عمري د بي بي سميه (رض) د ښځينه مدرسې له تدريسي بهير څخه ليدنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په ياد شوي مدرسه کې ۱۸۰ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.

Latest news

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

Tue, Jan 13 2026 12:42 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Praised and Encouraged a Talented Student from Herat Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the country, praised and showed special care to Mohammad Amiri, one of the talented students of the schools of. . .

Sun, Jan 11 2026 2:06 PM
Background image

Opening of a School at a Cost of Nearly 18 Million Afghanis by the Minister of Education in Kunar Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Minister of Education of the country, during his visit to Kunar Province, inaugurated a primary school in the Barsagi area of Asadabad City,. . .

BACK TO NEWS