له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Mon, May 29 2023 3:23 PM
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

بلخ

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوی د یوه کاري سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د نتایجو او شهاتنامو د وېش له مدیریت څخه لیدنه وکړه او د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه یې د برېښنايي شهادتنامو د وېش لړۍ پرانیستله.

د ياد ولايت د پوهنې رئيس د پوهنې وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د شهادتنامو د برېښنایي کولو په تړاو یې خوښي څرګنده کړه.

کندهار

د پوهنې وزارت پلاوی کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د دارالمعلمین له ښوونیزو فعالیتونو او اداري مسایلو څخه لیدنه وکړه او د همدې مرکز له آمر او استادانو سره یې غونډه وکړه. له دوی څخه یې وغوښتل چې د ښوونیز وضعیت د ښه والي په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د ياد علمي مرکز آمر مولوي علي محمد احمدي د پلاوي د څرګندونو د تاييد پرمهال ښوونکي او زده کوونکي د علم او پوهې زده کړو ته وهڅول.

پروان

د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د نصرالله خېل له دارالحفاظ څخه د فاضلانو د فراغت څلورمه دوره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون پیل شوه.

چې د غونډې په پای کې ۴۰ تنه نارینه فاضلان او ۲۱ تنه ښځینه فاضلانې د مشرانو له لوري د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.

په یاده غونډه کې ویناوالو د اسلام په تاریخ کې د مسلمانانو په مېړانې او کارنامو خبرې وکړې، او فارغینو ته یې د خپلو مسؤلیتونو په اړه معلومات ورکړل.

بدخشان

د بدخشان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محراب الدين اقبال د يفتل بالا  د ۱۱ ښوونځیو له اداري او تدريسي څانګو څخه څارنه وکړه.

د بدخشان ولايت د پوهنې رئيس د ښوونځیو له ښوونکو او د زده کوونکو له والدينو سره وکتل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره ايماندارۍ سره ترسره کړي او د دې خاورې د ماشومانو د سالمې ښوونې او روزنې په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه و نه کړي . له هغوى يې وغوښتل، چې د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو سره سم د علم په زده کړه کې هلې ځلې وکړي.

ارزګان

د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله کامران آخندزاده د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د چوري ولسوالۍ د پوهنې له آمریت څخه لیدنه وکړه.

د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس د عثمانیه، سرخ مرغاب او میرحمزه مدارسو د اداري او تدریسي چارو د کتنې پر مهال د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د سولرو د نصبولو او د درسي خونو د بیارغونې او نورو اړینو چارو په اړه د سیمه ییزې ادارې له استازو سره وکتل او لازمې  سپارښتنې یې ورته وکړې.

 

Latest news

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

Tue, Jan 13 2026 12:42 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Praised and Encouraged a Talented Student from Herat Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the country, praised and showed special care to Mohammad Amiri, one of the talented students of the schools of. . .

Sun, Jan 11 2026 2:06 PM
Background image

Opening of a School at a Cost of Nearly 18 Million Afghanis by the Minister of Education in Kunar Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Minister of Education of the country, during his visit to Kunar Province, inaugurated a primary school in the Barsagi area of Asadabad City,. . .

BACK TO NEWS