د مرکز او ولایتونو له پوهنې کړنو انعکاس

media-moe
Thu, Dec 21 2023 2:11 PM
45

لوګر

د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د پوهنې یوې دوستې کورنۍ له خپلو شخصي شتمنیو څخه د ۹۵ زره افغانیو په لګښت، د «کارېز دولت» ښوونځي ته د څښاک پاکو اوبو څاه وکینده.

د لوګر پوهنې ریاست له دغه بااحساسه کورنۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.

کابل

د قومونو او قبايلو چارو وزارت د مشرتابه له لوري، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني او د درېيمې ناحيې اړوند آمرین د پوهنې په برخه کې د ارزښتناکو خدمتونو له امله په ستاينليکونو وستايل شول.

په هغو مراسمو کې چې د کابل ښار پوهنې رياست تالار کې نیول شوي وو، پکې د قومونو او قبایلو چارو وزارت مسئولینو د پوهنې ریاست د مشرتابه کړنې وستایلې او هغوی ته یې د لابرياوو هيله وکړه.

په پای کې د کابل ښار پوهنې رئیس د قومونو او قبايلو چارو له وزارت څخه مننه او قدرداني وکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت زنخان ولسوالۍ د سیمه ییزو ادارو له مسئولینو سره وکتل او د یو شمېر مدارسو اداري او تدریسي چارې یې له نیږدې وڅېړلې.

بدخشان

دبدخشان ولايت پوهنې رياست د .ا.ا. له ۱۰۳۰ تنو م/جاهدینو څخه کوم چې د جهادي فعالیتونو له امله له زده کړو څخه پاتې شوي وو، ښوونځیو ته د هغوی شاملولو په موخه، د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته.

دایکنډي

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست د ولسوالیو ښوونکو او د پوهنې مدیرانو لپاره دوه ورځنی روغتیايي سیمینار دایر کړ.

د دايکنډي پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار وويل، چې د دغه سیمینار له ترسره کېدو يې موخه، د پوهنې د مديرانو او ښوونکو له لارې په ټولنه کې د نظافت فرهنګ رواجول دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS