له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
Sat, Mar 02 2024 3:36 PM
14

ننګرهار

د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند د بړینې منځني ښوونځي یوه ښوونکي له خپل شخصي ملکیت څخه، د یاد ښوونځي په مستحقو زده کوونکو یو اندازه کتابچې او قلمونه ووېشل.

همدارنګه:

د ننګرهار ولایت د سلطانپور عالي لېسې استادانو په خپلو شخصي پیسو د یادې لېسې ودانۍ بیاځلې ورغوله.

د یو بل خبر له مخې:

د پوهنې یوهمکار بنسټ په ننګرهار ولایت کې ۱زره۱۲۰ تنو زده کوونکو ته جامې او نور ژمني توکي چمتو کړل.

د یاد ولایت پوهنې ریاست د همکارو بنسټونو او د دغه ولایت د علم پاله ولس له همکارۍ خوښي څرګنده کړه.

کابل ښار

د کابل ښار پوهنې ریاست اداري غونډه، د یاد ریاست د مسئولینو او د ښوونیزو ناحیو د آمرینو په ګډون جوړه شوه.

په یاده کتنه کې د تېر کال پر کړنو، لاسته راوړنو او ننګونو خبرې وشوې او د راتلونکي لمریز کال د ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو په اړه د ګډون والو ترمنځ نظرونه تبادله شول.

ارزګان

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د یاد ریاست په څانګو کې د ساینس مدیریت اړوند د ۱۲ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS