د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
Thu, Mar 07 2024 10:17 AM
145

په دې وروستیو کې یو شمېر کړۍ او ناوړه ګټه اخیستونکي کسان خپلو شومو موخو ته د رسېدلو لپاره چې وایي:"د دوی پاڼې د پوهنې وزارت سره د همغږۍ په رڼا کې او د یاد وزارت تر څارنې لاندې د ښوونځیو درسونه آنلاین خپروي". هڅه کوي، تر څو د غیر معیاري ټولنیزو "ښوونیزو" پاڼو په جوړولو د افغان ماشومانو له برخلیک سره د لوبو کولو په موخه نشرات تر سره کړي.

د پوهنې وزارت په ښکاره اعلان کوي، چې یاد وزارت «د افغانستان د سوداګرۍ» په اصطلاح، د ښوونیزې وېبپاڼې په ګډون له کوم شخص یا ډلې سره د لېرې او آنلاین زده کړو په برخه کې هېڅ ډول هوکړه لیک نه دی لاسلیک کړی.

یاد وزارت په هېواد کې د ښوونیز بهیر د اهمیت په پام کې نیولو سره پر هغو کسانو چې په غیر قانوني کړنو بوخت دي، غږ کوي چې خپل ټول ښوونیز فعالیتونه دې له قانوني لارو او د یاد وزارت د قوانینو او مقرراتو په رعایتولو سره، د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب، د اسلام د سپېڅلي دین او زموږ د ملي کلتور له ارزښتونو سره سم ترسره کړي او په دې برخه کې له هر ډول غیرقانوني خپلسرو کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS