د پوهنې وزارت د بودیجې او تشکیلاتو غونډه جوړه شوه
![zdfgh](/sites/default/files/2024-05/441147119_418101667884429_5722597068676269873_n_0.jpg)
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ، د یاد وزارت د بودیجوي او مالي مسایلو په تړاو غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د مالي او بودیجوي چارو کارپوهانو هم حضور درلود.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د روان (۱۴۰۳ لمریز) کال د اداري، مالي او بودیجوي موضوعاتو په پرمختګونو او ستونزو خبرې وکړې او ګډون والو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
په یاده غونډه کې د آجنډا له مخې د پوهنې وزارت د بودیجوي او مالي مسایلو د تنظیم په تړاو هراړخیز او علمي بحثونه ترسره او لازمې پرېکړې وشوې.
مجلس د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېد.