د پوهنې وزارت سرپرست د کندهار ولایت له لوی احمدشاه لېسې څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي په ملتیا، د مرکز اړوند لوی احمدشاه عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د يادې لېسې د ښوونکو او زده کوونکو د تدريسي او ښوونیز وضعیت کتنې پرمهال له هغوى وغوښتل، چې خپل صورت او سیرت له اسلامي او شرعي اصولو سره برابر کړئ.
د دې لیدنې پر مهال د پوهنې وزارت سرپرست د دغه تعلیمي مرکز له ښوونیز بهیر څخه خوښي څرګنده کړه، د هغوی نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او ژمنه یې وکړه، چې د دوی ستونزې به حل کړي.
د يادې لېسې مسئولينو او ښوونکو د پوهنې وزارت د مشرتابه له ورتګ هرکلى وکړ او يو ځل بيا يې د پوهنې وزارت د پلانونو د پلي کېدو او په اسلامي او ملي روحیه د هېواد بچیانو روزلو په تړاو د دغه وزارت رهبرۍ ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
