د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس د یو رسمي سفر په ترڅ کې غزني ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي عبدالوکیل "مدني" په مشرۍ پلاوي غزني ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد "حسیني" او کارکوونکو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې یاد پلاوي د خپل سفر موخه د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د لګښت، د تدارکاتو، بیارغونې پروژو او د ښوونکو د پور ورکولو صندوق وضعیت ارزونه وبلله.
له بلې خوا د غزني پوهنې رئيس ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه رياست په مالي او تدارکاتي چارو کې د روڼتيا په اړه د تدارکاتو رئيس ته ډاډ ورکړ او د دغه پلاوي د سفر د پلانونو عملي کولو په موخه يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.