فراه ولایت کې د یو مېلیون افغانیو څخه په زیات لګښت د یوې دیني مدرسې بیارغونې چارې پیل شوې

د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ په بلال خېل کلي کې د شمس المدارس دیني مدرسې بیارغونې چارې، دعامو خلکو په ملاتړ، څه د پاسه یو مېلیون افغانیو په لګښت د پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شوې.
د پوهنې وزارت د هېواد د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ، په ځانګړې توګه د فراه رود ولسوالۍ د عام ولس د همکاریو له امله مننه او قدرداني کوي.