له مرکز او ولایتونو د پوهنې خبرونه

کابل ښار
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني په حضور کې، له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستل شوه.
سمنګان
د سمنګان ولایت پوهنې او د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو په اړه جوړه شوې غونډه کې، د دواړو ادارو ترمنځ په علمي او څېړنیزو همکاریو بحثونه وشول.
هلمند
د پوهنې وزارت د پلان او ځانګړې سهمیې له مخې، د هلمند ولایت اړوندو ولسوالیو پوهنې آمرینو ته، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۱۲ عرادې موټرسایکلونه ووېشل شول.
لوګر
د هېواد په ښوونځیو ته د زدهکړو دوام په موخه، له ګاونډیو هېوادونو څخه د ۲۷ تنو تازه راستنېدونکو هېوادوالو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.