د دایکنډي ولایت ښوونځیو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
Sat, Jun 28 2025 10:55 AM
13

د دایکنډي ولایت د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د خېمو، کتابونو او درسي موادو وېش لړۍ، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شوه.

په دغو کڅوړې کې لاندې مواد شامل دي:

د لومړنیو ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره ۱۹۶۱ کڅوړې، د ښوونکو لپاره ۹۸۳ ځانګړې بستې، د ښوونځیو لپاره ۴۳۱ اداري کڅوړې، د ځوانانو لپاره د تعلیمي موادو ۲۶ کڅوړې، د لومړنیو ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره ۱۸ جعبې درسي مواد، ۳۱ پایې خېمې او د صنفي اصولو زده‌کوونکو لپاره ۱۱۸۴۳ ټوکه درسي کتابونه، چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې لخوا چمتو او په یاد ولایت کې به ۳۹ زره ۲۲۰ تنو زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

د دایکنډي ولایت پوهنې چارواکو په وینا؛ د یادو تعلیمي کڅوړو په وېشلو سره به د لومړنیو ښوونځیو درسي موادو ته د لاسرسي ستونزې حل او په محرومو سیمو کې به د زده‌کړې کیفیت لالوړوالي برخه کې یو مهم ګام پورته شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د خپلو همکارو ادارو د مرستې او ملاتړ څخه مننه کوي.

Latest news

Sat, Jun 28 2025 3:31 PM
Background image

Online Conference of the Acting Minister of Education with Provincial Education Directors Focused on the Benefits of the “BRID” System

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of Education, in the presence of several central directors of the Ministry, praised the establishment of the “BRID” system. . .

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

BACK TO NEWS