پکتیکا ولایت کې نږدې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب مدرسې رغنیزې چارې دوام لري

د پکتیکا ولایت چهاربران ولسوالۍ د "ریاض العلوم" دیني مدرسې لپاره د ۱.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ جوړولو کارونه، د همدې ولسوالۍ د پوهنې مینه والو خلکو په مالي ملاتړ دوام لري.
د پوهنې د چارواکو په وینا، په دې پروژه کې د ۹ درسي خونو او یو محراب جومات جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې د سلګونو طالبالعلمانو لپاره خوندي ښوونیز چاپېریال برابر شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام سره د علم دوسته خلکو، په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د پوهنې مینه والو له مادې او معنوي مرستو مننه کوي.