د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

کابل ولایت
د کابل ولایت پوهنې ریاست د هغو ۵۸ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې شپږم پړاو ازموینه واخیسته، کوم چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه کابل ولایت ته راستانه شوي وو.
یاده ازموینه د کابل ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب او د دغې ادارې د مسئول پلاوي تر څارنې لاندې ترسره شوه.
ټاکل شوې چې د ازموینې ګډونوال د هغوی له ښوونیزې کچې سره سم د کابل ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د تعلیمي مرکزونو له اووم څخه تر یوولسم ټولګيو کې شامل شي.
لوګر
د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ پوهنې ریاست کې د ۶ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم، چې ۶ لمریز تختې لري، نصب او فعال شو.
د دې سیسټم په پېرودلو او نصبولو ټولټال ۶۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د دغه ولایت د خصوصي ښوونځیو لخوا ورکړل شوی دی.
بلخ
د پوهنې وزارت د ځانګړي پلان او کړنلارې سره سم، د بلخ ولایت پوهنې ریاست د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د ۵۴۱ تنو ماشومانو لپاره د تعلیمي کچې ارزونې ازموینه ترسره کړه، چې موخه یې په رسمي ښوونځیو کې د هغوی د زدهکړې دوام دی.