وروستيو زلزلو په کونړ او نورو ختيځو سیمو کې زرګونه زدهکوونکي او تعلیمي مرکزونه اغیزمن کړي

د وروستۍ زلزلې له امله د کونړ او نورو ختيځو ولایتونو په ګڼو سیمو کې شاوخوا دوه سوه زره زدهکوونکي او طالبالعلمان له سختو اغېزو سره مخ شوي دي. د پوهنې وزارت د پلټنو او سروې له مخې ګڼ شمېر تعلیمي مراکز په قسمي یا کلي ډول تخریب شوي او د زدهکړې بهیر له جدي خنډونو سره مخامخ شوی دی.
په خواشینۍ سره چې یوازې په کونړ ولایت کې د دغې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶۸ تنه شهیدان شوي او ۸۶۲ تنه نور ټپیان دي.
سربېره پر دې د پوهنې وزارت د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د ښوونځیو د زدهکوونکو یوه لویه برخه له رواني او فزیکي ستونزو سره لاس و ګرېوان ده چې رواني ملاتړ او د تعلیمي مرکزونو بیارغونه عاجل مرستو ته اړتیا لري.
سیمه ییز مسؤولین ټینګار کوي چې د زدهکړې د بهیر د دوام لپاره باید بیړنۍ مرستې برابرې شي او د زیانمنو سیمو زدهکوونکو ته د خوندیتوب او ملاتړ فضا رامنځته شي.