د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د سوادزدهکړې په برخه کې لاسته راوړنې لري

د روان کال (۱۴۰۴ لمریز) په لومړیو شپږو میاشتو کې، د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټولټال ۳۲ بابه د سواد زدهکړې کورسونه جوړ کړي او شاوخوا ۱۰۵۰۰ تنو لوستو خلکو ته یې تعلیمي مواد لکه کتابونه، قلمونه او نور اړین درسي وسایل وېشلي دي.
همدارنګه، هغه وګړي چې د دې کورسونو له ګټو څخه یې استفاده کړې وايي: پخوا د سوادزدهکړې له نعمت څخه بې برخې وو او اوسمهال د لوستلو، لیکلو او شمېرلو وړتیا لري؛ چې له دې لارې د پوهنې وزارت لخوا د خلکو ترمنځ د سواد زدهکړې د پراختیا په برخه کې د چمتو شویو اسانتیاوو څخه مننه کوي.