په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامو خلکو له لوري د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ اړوند امام ابویوسف رحمه الله لېسې بنسټ ډبره د ۶۳۰ زره افغانیو په لګښت سره کېښودل شوه.
د ښوونځې دغه نوې ودانۍ چې ۹ درسي ټولګي او نور اړین ملحقات به ولري په یونیم جرېب ځمکه کې جوړېږي.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو د دې پروژې بشپړېدل د اغېزمنې زدهکړې لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه: چې په دې سره به شاوخوا ۶۰۰ تنو ماشومانو ته د زده کړې خوندي چاپېریال برابر شي.