د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د هرات ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
Tue, Nov 18 2025 2:53 PM
2515

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه‌ خان سروري، هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په تر څ کې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر او نورو مسئولینو سره وکتل او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د خپل سفر اساسي موخه، د پوهنې له مسئولینو سره لیدنه او په هرات ولایت کې د اسلامي ا.مارت د رهبرۍ د هدایاتو د تطبیق ارزونه وبلله.
نوموړي له ټولو مسئولینو وغوښتل چې د الهي احکامو د پلي کولو، د نبوي(صلی الله علیه وسلم) د سنتو پیروۍ او د اسلامي ا.مارت د رهبري د هدایاتو تحقق په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړي او د دیني درسونو په ورځنیو حلقو کې فعاله ونډه واخلئ.
ورپسې د هرات ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د پلاوي له سفر څخه هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS