په فاریاب ولایت کې د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د "تخت زغند" لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د ۲۵۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې چې مخکې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکو لخوا پوهنې ریاست ته ورکړل شوې وه، د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۱۴ مېلیونه ۸۸ زره افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځی دغه نوې ودانۍ له ټولو اړینو ملحقاتو سره ۸ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري.
چارواکو په خپلو ویناوو کې له خلکو وغوښتل، چې د پوهنیز نظام هراړخیز ملاتړ وکړي او خپل ماشومان مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
