په هرات ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۸ بابه ښوونځیو بیارغونې کارونه بشپړ شول

media-moe
Wed, Dec 31 2025 2:42 PM
52156

د هرات ولایت په ګذره او زیرکوه ولسوالیو کې د ۸ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم چارې، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ د ۴ مېلیونه او ۴۸۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت بشپړې او په رسمي ډول بیاځلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر، د یادو ښوونځیو بیارغونې په مراسمو کې وویل چې، د دغو پروژو په بشپړېدلو سره د پورته ذکر شویو ښوونځیو اساسي ودانیزې ستونزې حل او د زده‌کوونکو لپاره یې مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شو.
همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې به د ښوونځیو د زیربناوو رغولو او په مرکز او ولسوالیو کې د سالم او خوندي تعلیمي چاپېریال برابرولو لپاره هڅې دوام ولري.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS