د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي پنجشېر ولايت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مرستیال محترم مولوي بسمالله حسان پنجشېر ولایت د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د ياد ولايت پوهنې ریاست سرپرست، پوهنې مسئولینو، د ولسوالیو پوهنې آمرينو، عمومي مدیرانو او د یاد ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
غونډه د پنجشېر پوهنې ریاست د سرپرست محترم محمدحنیف تسکین لخوا د پلاوي په هرکلي سره پیل شوه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې په ټولنه کې د ارشاد او دعوت د درسي بهیرونو پیاوړتیا یوه مهمه اړتیا ده.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او دعوت ریاست استازي، محترم مولوي بسمالله «حسان» خبرې وکړې. هغه د ایمان پر پیاوړتیا، د الهي ارشاداتو پر عملي کولو او د علم پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې پرته له علمه پرمختګ ناشونی دی. نوموړي د ټولیز او ګډ مسٸولیت پر اهمیت ټینګار وکړ.
غونډه د مبارکې دعاٸيې په لوستلو سره پای ته ورسېده٠
