د پوهنې وزارت د مقام ستر سلاکار د بدخشان ولایت له ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د مقام ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سیدغیاثالدین آغا، د یو شمېر ولایتونو د تعلیمي وضعیت څار او ارزونې د سفرونو په لړ کې، د بدخشان ولایت له اړوندو تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړی د بدخشان له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد او د پروګرامونو د آمرینو په ملتیا، د یاد ولایت په بهارک، وردوج، شهداء، ارګو، شهربزرگ، نُسي او کوف ولسوالیو کې د ښوونیز نصاب وضعیت، په تعلیمي مرکزونو کې د ښوونکو حضور، اداري ستونزې او د تعلیمي چارو پرمختګ وڅېړه.
یاد پلاوي د سفر پر مهال له علماوو، قومي مشرانو، پوهنې آمرینو، د مدرسو له استادانو، زدهکوونکو او د سیمهییزو شوراګانو له استازو سره هم لیدنې وکړې او د تدریسي کیفیت پر لوړولو، د کاري نظم پر پیاوړتیا، د درسي وسایلو د کمښت پر پوره کولو او د سیمهییزو ادارو او د پوهنې ریاست ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
د بدخشان پوهنې مسئولینو هیله څرګنده کړه چې د دغو لیدنو پایلې به د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو، د تدریسي بهیر په ښهوالي او د شته ستونزو په حل کې اغېزناک رول ولوبوي.
