د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین علمي اثر چاپ او خپور شو
د سترې محکمې د پخواني مرستیال او د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني لخوا «د کورني نظام لارښود او د مېړه او مېرمنې د بېلتون احکام» تر سرلیک لاندې علمي اثر چاپ او خپور شو.
یاد علمي کتاب یو ارزښتناک اثر او د مدافع وکیلانو، قاضیانو، مفتیانو، مدرسینو او د شرعي او حقوقي علومو محصلینو لپاره یو ښه او باوري سرچینه بلل کېږي.
له دغه اثر څخه د کورني عدالت د سم درک، د شرعي اصولو د دقیق تطبیق، د ټولنې د ثبات او پیاوړتیا، د ټولنیزو مسایلو حل او همدارنګه د تېزسونو او علمي اسنادو د لیکلو په برخه کې د معتبرې علمي سرچینې په توګه ګټه اخیستل کېدای شي.
هیله ده چې د پورته ذکر شوي کتاب محترم لوستونکي وکولای شي، د دغه ارزښتناک علمي اثر له غني منځپانګې څخه په خپلو اړوندو چارو او اړینو برخو کې غوره استفاده وکړي.
