د پوهنې وزارت له کارکوونکو څخه د دیني مضمونونو په برخه کې ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي پلان له مخې، د «معاملاتو» تر سرلیک لاندې د لومړۍ او دویمې برخې ازموینه، په یو وخت کې د یاد وزارت د مرکزي هستې او نورو ریاستونو له کارکوونکو څخه واخیستل شوه.
د ازموینې د پیل پر مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري او نورو مسئولینو د فقهي او شرعي مسایلو د زدهکړې اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویلة: د دغو مسایلو زدهکړه د هر مسلمان، په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د کارکوونکو لپاره خورا اړینه ده.
یاده ازموینه د ځانګړي نظم او ډسپلین په مراعتولو سره واخیستل شوه او د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو له لوري یې جدي څارنه ترسره شوه.
