د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه
د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، د دغو موادو په وېش سره به د زدهکوونکو د درسي مرستندویو توکو د کمښت ستونزه تر یوه حده حل شي.
