د ښوونې او روزنې معینیت  لخوا د کابل ښار په استقلال عالي لېسه کې د څارنې او ارزونې بهیر ترسره شو

media-moe
Mon, Apr 06 2026 3:34 PM
ربد یطرز

د ښوونیز کال له پیل سره سم، د افغانستان اسلامي ا/مارت د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت له لوري د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د اداري او تدریسي چارو د سمون، لارښوونو او لاښه‌والي په موخه د څارنې لړۍ پیل شوې ده.
په همدې لړ کې د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ مولوي عبدالمالک حقاني، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا، د کابل ښار دویمې ښوونیزې حوزې اړوند له استقلال عالي لېسې څخه ناڅاپي لیدنه ترسره کړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې، د لېسې له اداري مسئولینو سره کتنه وشوه او د ښوونځي اداري چارې له نږدې وکتل شوې.
 همدارنګه، محترم معین صاحب او ورسره تخنیکي پلاوي په نمونوي ډول له یو شمېر درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه، د تدریس بهیر یې وڅاره او د زده‌کوونکو د علمي کچې او استعدادونو ارزونه یې ترسره کړه.
په دې بهیر کې، د تدریسي کیفیت، د درسي نصاب تطبیق، د زده‌کوونکو ګډون او د ښوونکو د تدریسي میتودونو څرنګوالی په دقت سره وڅارل شو. دغه راز، د ښوونځي د چاپېریال، نظم، حاضرۍ او اداري همغږۍ وضعیت هم تر څېړنې لاندې ونیول شو.
د لیدنې په پای کې، د ښوونې او روزنې محترم معین د ښوونکو، زده‌کوونکو او اداري مسئولینو سره خبرې وکړې او د شته ستونزو د حل، د تدریسي کیفیت لوړوالي او د ښوونیز بهیر لا پیاوړتیا لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره دا ډول څارنې ډېرې مهمې دي او باید په دوامداره توګه ترسره شي، ترڅو د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ او ستونزې پر وخت تشخیص او حل شي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت له لوري د ښوونځیو د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او ښوونیزو حوزو کې په منظم ډول دوام ولري.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS