د غور ولایت معتادینو لپاره د سواد زدهکړې ټولګي جوړ شول
د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند معتادینو په کمپ کې د سواد زدهکړې څلور ټولګي جوړ او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسئولین وایي: دغه ټولګي د ۱۳۰ تنو معتادینو د سواد زدهکړې، د هغوی د پوهاوي کچې لوړولو او بېرته سالم ژوند ته د راستنېدو په موخه جوړ شوي دي.
مسئولین همدارنګه زیاتوي چې د یادو کورسونو ګډونوالو ته درسي کتابونه او قرطاسیه هم وېشل شوې ده.
