په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره دوه جریبه ځمکه وقف شوه
د غزني ولایت اندړ ولسوالۍ اړوند شهابخېل ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو په موخه، د سیمې اوسېدونکو لخوا دوه جریبه ځمکه وقف شوې ده.
د ياد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ځمکه د پوهنې مسلکي انجنیرانو له لوري تثبیت او په رسمي ډول پوهنې وزارت ته سپارل شوې ده.
مسوولینو دغه اقدام د یادې ولسوالۍ په کچه د ښوونې او روزنې د ودې او پرمختګ لپاره یو ارزښتناک ګام وباله او له هغو کسانو څخه یې مننه وکړه، کوم چې خپله ځمکه یې پوهنې ته وقف کړې ده.
