د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
Thu, Apr 30 2026 11:45 AM
955198

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د ښوونیزې ناحیې د مسلکي پراختیایي چارو، د لېسې د اداري او تدریسي بهیر، د نصاب تطبیق، د ښوونکو تدریسي کړنو او د زده‌کوونکو د حاضرۍ وضعیت څېړلو ترڅنګ، په ځینو ټولګیو کې د زده‌کوونکو علمي کچه هم وارزول شوه.
د لیدنې په پای کې د ښوونې او روزنې محترم معین د ستونزو حل او د تدریسي کیفیت لوړولو لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوامداره څارنه د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره اړینه ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS