د کابل ښار ښوونکو لپاره اصلاحي ناسته جوړه شوه

media-moe
Sun, May 03 2026 10:40 AM
gh

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې لخوا، د یاد وزارت د مالي او حسابداري د معين محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل، د کارکوونکو چارو لوى رٸيس محترم مفتي شفيع الله منصور، د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، آمرینو او ښوونکو په حضور کې د کابل ښار پوهنې رياست اړوندو مرکزي ښوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي او روزنیزه ناسته ترسره شو.
ياده ناسته د قرآن‌‌‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو; ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معين ګډون‌والو ته ښه راغلاست ووايه او د ښوونکو د دندو، مسٸوليتونو، ځانګړتياوو او اساسي موخو تشرېح کولو ترڅنګ يې، په فکري رغونه کې پوهنې کارکوونکو ته اغېزناکه وینا وکړه او د ښوونکو دنده یې د ټولنې په هراړخیز پرمختګ کې تر ټولو مهمه او اړینه وبلله.
همدارنګه د کارکوونکو چارو لوى رٸيس د خپلې وينا پرمهال په ټولنه کې ناسم رواجونه توضېح کړل او ګډون‌وال یي په خپلو دندو کې د ناسمو رواجونو په تړاو مبارزې ته وهڅول. 
د غونډې په جريان کې د بېلابېلو ښوونيزو ناحيو استادانو او ښوونکو د زده کوونکو فکري جوړښت، سالمې روزنې، د امربالمعروف او نهى عن المنکر د قانون ارزښت او عملي کولو سربېره يې، د لمانځه او جماعت په تړاو هم تفصيلي او تاثيرګذاره ويناوې ترسره کړې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې د اسلامي ا/مارت د مشرتابه عاليقدر مقام د فرامينو اړوند جريدې او ورسره نغدي ډالۍ هم په ښوونکو ووېشل شوې.
 یاده غونډه د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد محترم رئیس لخوا تر لنډې علمي وینا وروسته، په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS