د پوهنې وزارت د ساینس اومعلوماتي تخنیکپوهنې مرکز رئیس د میدان وردګ ولایت له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ساینس اومعلوماتي تخنیکپوهنې مرکز رئیس محترم محمد عمر دورانزي، د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال نوموړي د اونخي، میلادالنبي ﷺ او دوراني لېسو د درسي ازمېښتونونو، کمپیوټر ټولګیو او اداري او تدریسي برخو څخه کتنه وکړه.
پلاوي خوښي څرګنده کړه چې ښوونکو له شته امکاناتو او درسي وسایلو څخه په سمه او اغېزمنه توګه ګټه اخیستې او د تدریس بهیر یې په ښه ډول پر مخ وړی.
همدارنګه مسوولینو ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت د ساینس او معلوماتي تخینکپوهنې ریاست به په راتلونکي کې هم په ښوونځیو کې د درسي مضمونونو د عملي تدریس د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هر ډول اړینې همکارۍ او مرستې ترسره کړي.
