د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو د رقابتي ازموینې د پایلو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

Amiri-admin
Thu, Jun 25 2026 10:51 AM

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو د رقابتي ازموینې د پایلو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو څخه رقابتي ازموینه واخیسته، چې اوس د بریالیو نوماندانو لېست په لاندې جدول کې خپرېږي.
یاد بریالي کسان به د اړینو اداري او اصولي پړاوونو له بشپړېدو وروسته په دندو وګومارل شي.
همدارنګه هغه نوماندان چې د خپلو نمرو په اړه شکایت یا اعتراض لري، کولای شي خپلې شکایت‌پاڼې د ۱۴۰۵/۴/۴ نېټې پنجشنبې څخه تر ۱۴۰۵/۴/۷ نېټې یکشنبې پورې د کارکوونکو چارو لوى ریاست په پنځم منزل کې د انکشافي کارکوونکو د استخدام آمریت ته، چې په کارته چار کې موقعیت لري، وسپاري.
خبرتیا
د لاندني جدول د شاملو کسانو تقریري ازموینې بهیر د روان لمریز کال د چنګاښ/ سرطان میاشتې په ۸مه او ۹مه نېټه، چې د دوشنبې او سې شنبې له ورځو سره سمون لري، د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختيا لوی ریاست کې اخیستل کېږي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د عادلانه او رڼو سیالیو له لارې د مسلکي او تخصصي کادرونو جذب ته ژمن دی او هڅه کوي چې د تکړه متخصصینو په ګومارلو سره د هېواد ښوونیز نظام لا پیاوړی کړي.

د پوهنې وزارت

Documents

اعلان نتایج امتحان رقابتی ۲۲ بست تخنیکی و تخصصی نصاب تعلیمی