د پکتیکا ولایت له پوهنې سره د څه باندې ۲۳۳ زره افغانیو مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکو له پوهنې سره د ۲۳۳ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.
له یادې مرستې څخه د حیاتبابا لېسې لمریزې برېښنا سیسټم د ۱۶۵ زره افغانیو په ارزښت ترمیم شوی، د عبدالله ابن مسعود رضياللهعنه مدرسې لپاره د ۴۴ زره افغانیو په ارزښت فرشونه برابر شوي او د شهید شیرعلي ښوونځي لپاره د ۲۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت اداري وسایل اخیستل شوي دي.
د ياد ولايت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، له خلکو څخه د هغوى د مرستو او ملاتړ له امله مننه وکړه او ويې ويل چې د خلکو ملاتړ ښوونیز بنسټونه پیاوړي کوي او د راتلونکي نسل لپاره د لا غوره زدهکړو زمینه برابروي.
