د کابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې مرسته وشوه
د یوه همکار بنسټ له لوري د کابل ولایت له پوهنې ریاست سره ۱۰۷۳ کڅوړې درسي موادو مرسته شوې وه، چې د ټاکل شوې سهمیې له مخې د یاد ولایت د بګرامي، خاکجبار، موسهي، پغمان او چهاراسیاب ولسوالیو د ښوونځیو پر زدهکوونکو او ښوونکو ووېشل شول.
