په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند د حضرت سعد بن ابي وقاص رضياللهعنه دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د شاوخوا یو میلیون افغانیوپه لګښت پیل شوې.
یاده ودانۍ به د ۲.۵ جریبه ځمکې په ساحه کې جوړه شي، چې ۸ درسي ټولګي، اداري خونې، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات به ولري.
