په پکتیکا کې د یوه ښوونځي لپاره اړین وسایل وپېرل شول
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند لوی پیرکوتي لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو او لمریزې برېښنا برابرولو په موخه، د سیمې د خلکو په ۳۰ زره افغانیو مالي مرسته د اوبو یو لمریز سبمرسیبل پمپ دستګاه، د برېښنا لین، بېټریو، لمریزو تختو او اړینو توکو د پېرلو چارې ترسره شوې.
یاد وسایل به د ښوونځي د زدهکوونکو لپاره د پاکو اوبو او برېښنا د اسانتیاوو په برابرولو کې وکارول شي.
