په بدخشان کې د یوې دیني مدرسې لپاره یو جریب ځمکه وقف شوه
د ښوونې او روزنې د ملاتړ او د دیني زدهکړو پیاوړتیا په موخه، د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید رضياللهعنه دیني مدرسې لپاره دوو تنو علمپروره کسانو محترم جمعهخان ولد عزیز او عبدالملک ولد عبدالغفار له لوري یو جریب ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د دغه نېک او ارزښتمن اقدام ستاینه کړې او دا یې د دیني زدهکړو د ملاتړ او د ښوونې او روزنې لپاره د غوره زمینې برابرولو په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.
