په لوګر کې د یوه ښوونځي لپاره د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند پیاروخېل لېسې لپاره د څلورو نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو د پوهنې له نظام سره د سیمې د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ قدرداني کوي او وایي چې د دغو درسي ټولګیو په جوړېدو سره به له ۲۰۰ څخه د زیاتو زدهکوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
