پکتیکا کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند التقوا لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې پیل شوې.
دغه ودانۍ به د سیمې د خلکو په هڅو او همکارۍ، د ۵۰۰ زره افغانیو لګښت سره جوړه شي، چې ۸ درسي ټولګي، احاطوي دېوال او نورې اړین ملحقات به ولري.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو د ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو په برخه کې د سیمې د خلکو له همکارۍ او ونډې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د سلګونو زدهکوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
