بدخشان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو
د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ اړوند ریمان منځني ښوونځي لپاره د ۸ درسي ټولګیو د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د یادې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي. همداراز، د ودانۍ لپاره اړینه ځمکه هم د سیمې خلکو د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت پېرلې ده.
