د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس هلمند ولایت ته په رسمي سفر لاړ
د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاوس طارق، د رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له ریاست څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د سفر په پیل کې د هلمند له والي محترم الحاج مولوي امانالدین منصور سره وکتل او د پوهنې اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
ورپسې یې د هلمند له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري سره لیدنه وکړه او د دغه ولایت د ښوونیز وضعیت، روانو چارو او اړوندو موضوعاتو په اړه یې هر اړخیز بحث او نظرونه تبادله کړل.
په یاده لیدنه کې د هلمند د پوهنې ریاست د فعالیتونو او لاستهراوړنو قدرداني وشوه او د ښوونیز بهیر لا ښه والي، اداري چارو د پرمختګ او ښوونیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه نظرونه وړاندې شول.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس په لښکرګاه ښار کې د فیضالقرآن له دیني مدرسې څخه هم لیدنه وکړه او د یادې مدرسې ښوونیز وضعیت او د تدریس بهیر یې له نږدې وڅاره.
