په کابل ښار کې له ۳۵۰ راستنېدونکو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا له ۳۵۰ راستنېدونکو افغان کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې دغه ماشومان د خپلو زدهکړو کچې له مخې د کابل ښار په ښوونځیو کې له اووم تر یوولسم ټولګي پورې جذب شي.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیبالله صاحبزاده راستنېدونکو افغان زدهکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د علم او زدهکړې د ارزښت په اړه خبرې وکړې; ښوونه او روزنه یې د ملک د پرمختګ، ثبات او روښانه راتلونکي بنسټ وباله.
